زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/09 - 13:36:3 FA | AR | PS | EN
ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود             دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی             دوه زره کاله پخوانۍ طلايي خزانه په مصر کی وموندل شوه            

تاريخ النشر: 2024/12/12 - 04:20:1
زيارة: 210
مشاركة مع الـأصدقاء

د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي
 د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي

انصار: (د لیندۍ ۲۲مه)، د افغانستان لپاره د متحدو ایالاتو پخواني سفیر او ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یوه وروستي ټویټ د پاکستانیانو سخته غوسه راپارولې ده.

ښاغلي خلیلزاد تېره ورځ په خپله اېکسپاڼه لیکلي، «آیا په سوریه او بنګله دېش کې د پاکستان لپاره د عبرت څه درسونه شته؟»

یو شمېر شنونکي د افغان الاصله امریکایي پخواني چارواکي دا خبره د پاکستان لپاره په تېره بیا په وروستیو وختونو کې، په پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو د فعالیتونو زیاتېدا ته په اشارې سره، د خطر زنګ بولي.

دا لا معلومه نه ده چې آیا د خلیلزاد خبره به د امریکا خبره هم وي که نه، خو یو شی چې ټول پرې پوهېږي دا ده چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو په افغانستان کې د نړۍ وال ائتلاف د شل کلن حضور پر وخت یو طرف ته ځان د ائتلاف ملاتړی باله او میلیاردونه ډالر یې ترې ترلاسه کول او بل طرف ته یې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد وسله وال تمویل او تجهیز کول.

د پوځ یوه پخواني متقاعد جنرال حمیدګل په یوه تلوېزیوني مرکه کې وویل چې تېر ځل پاکستان د امریکایانو په پیسو او وسلو شوروي اتحاد مات کړ او دا ځل به پخپله د امریکایانو په پیسو امریکا ماته کړي.

وروسته د امریکا پخواني او را روان ولسمشر ډونالټ ټرمپ هم په خپله یوه وینا کې ومنله چې په سیمه کې د خپل شل کلن حضور په ترڅ کې یې پاکستان ته له دېرش زرو میلیونو ډالرو ډېرې پیسې ورکړي دي خو د دغه هېواد ادارو ورسره دوه مخې لوبه کړې ده.

د عایشه صدیقه په نامه یوې اېکسپاڼې د سفیر خلیلزاد د ټویټ په ځواب کې لیکلي، «داسې ښکاري چې ته پاکستان هېڅ نه پېژنې.»

د پاکستان ډان ورځپاڼې پخواني اېډېټر عباس ناصر د خلیلزاد په ځواب کې د پېغور په دود لیکلي، «یوازنی درس باید له افغانستان څخه زده کړای شي.»

د حمیدالله په نامه یوه بل پاکستاني لیکلي، «زلمیه، دغه هېوادونه د پاکستان په څېرغښتلی پوځ او استخباراتي اداره نه لري. ځه ویده شه او خوبونه ګوره.»

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34793






*
*

*



قرأ

حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر وضعیت بېړنۍ غونډه کوي


د سوريې ولسمشر بشارالاسد نن له دمشق وتلی او نامعلوم ځای ته تللی